ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۶۱ مه غونډه وکړه
ایمل مړوند ایمل مړوند

 

د ( ۱۳۹۲ ) د وږي میاشتې په ( ۲۸ ) مه ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ( ۶۱ ) مه اونیزه ناسته د معمول سره سم د میدیوتیک په انګړ کې د جمعې په مبارکه ورځ وکړه.

ناسته سهار نهه بجې محمود خزان د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله. دا اونۍ د دریځ چاري جمال ثاقب مخکې وړلې او ګزارش يې ایمل مړوند لیکه.

په سر کې بهیروالو د د ځوان شاعر نوراغا نوراني د نیکه د مړینې له امله د هغه ارواح ته د دوعا لاسونه لپه کړل او د نوموړي کورني ته يې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو، ملګرو ګزارش خوښ کړ. باز عابد د مړوند د ګزارش لیکلو هنر د ستاینې وړ وباله او د ختیځ ادبي بهیر په لا پرمختګ کې يې د ګزارشونو ونډه مهمه یاده کړه.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې مړوند دې یو ځل بیا د بهیر د ګزارشونو لیکل پیل کړي. هغه د بیلګې په توګه د تېرې ناستې ګزارش یاد کړ، چې د زیات شمېر کسانو خبرې په کې په ډېر مسلکي ډول راخیستل شوې وي.

د عابد خبره که چېرته مړوند ګزارش لیکنه د بیا ځل لپاره پیل کړي، نو راتلونکې کې به يې نورو ته د بهیر د کړنو ښه ښودنه کړي وي او تر څنګ به د بهیر ګزارشونه هم منظم ساتل شوي وي.

خو ضیاالدین همت مل بیا ورسره ونه منله او ویل چې مړوند په ګزارش لیکنه کې پوره تجربه لري او د بهیر د لایحې له مخې په دې برخه کې باید نوي ځوانان ورزول شي او د ګزارش لیکلو هنر یاد کړي.

بهیروالو د همت مل د خبرې ملاتړله او د ټولو په خوښه د عرفان الله بیدار سره په خوا کې جمال ثاقب هم د ګزارشګر په توګه وټاکل شو او ترې غوښتنه وشوله چې ګزارشونه به په خپل وخت لیکي او پرته د کوم معقول عذر څخه باید په هره ناسته کې ګډون وکړي.

پر ګزارش تر خبرو وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه، چې لسګونو تنو شاعرانو په کې خپل شعرونه وویل.

د راتلونکې ناستې لپاره وټاکل شوه، چې استاد پوهندوی محمد ابراهیم همکار به په پښتو شعر کې د قافیې په اړه ادبي درس بهیروالو ته ورکړي.

یادې ناستې تر غرمې ناوخته پورې دوام درلودلو.






September 20th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها